د مستقبل په اړه

د مستقبل لېسې په اړه

مستقبل خصوصي عالي لېسه یو له ملي او نړیوالو معیارونو برابر هغه لېسه ده چې په ۱۳۸۷ هجري لمریز کال کې د الحاج نعمت الله حامد له خوا د نوي نسل د تربیې او د پوهنې د پرمختګ لپاره تأسیس شو او د تأسیس له پیله، د وطن د بچیانو د سالم زده کړې او تربیې د کچې لوړولو به برخه کې له هر ډول کوښښونو څخه لاس وانخیست.

د مستقبل خصوصي ښوونځی هر کال، د نرسري ټولګي څخه تر دولسم ټولګي پورې زده کوونکي مني او افتخار کوي چې د انجونو زده کوونکو لپاره یې ځانګړی تعمیر په پام کې نیولی دی.

پدې لېسه کې درې مختلف نصابونه(د پوهنې د وزارت نصاب، د اسلامي مضامینو نصاب او د لنډن د آکسفورډ نصاب) تدریس کېږي.

د ماسپښین نه وروسته زده کوونکو لپاره د لمونځ دمه او د اسلام پوهنې تربیوي درسونه په پام کې نیول شوي دي.

تربیوي او فرهنګي کنفرانسونه د اسلامي دود او اخلاقو د ودې لپاره د وطن د بچیانو لپاره په لاره اچول کېږي.

دا لېسه د مجهز لابراټودار، کمپیوټر لب، مطالعوي کتابتون او مجهز ټولګيو  په لرلو  چې زده کړه یې د زده کوونکو لپاره آسانه کړې سمبال دي او هر کال د ټولګیو تر منځ رقابتونه په لاره اچوي.

د کتاب لوستنې دود او ودې لپاره، هرکال لویې سیالیۍ په لاره اچوي تر څو د زده کوونکو معلوماتي کچه لوړه او په پای کې ممتازو زده کوونکو ته قیمتي ډالۍ ورکوي.

کورنۍ کولای شي چې د آنلاین اکونټونو په کارولو د خپلو زامنو د فعالیتونو (لکه حاضري، د ټولګي فعالیت، مهال ویش، د آزموینې نمرې او … ) څخه خبر شي.

شريک يې کړئ: