ولې مستقبل خصوصي ښوونځی

  • مستقبل خصوصي لېسه د با کیفیته تعلمیمي او تربیوي خدماتو په وړاندې کولو په ملی او نړیوالو معیارونو برابر ادارهش ده.
  • مستقبل لېسه د منطقې د اوسیدونکو او د معارف له خوا یو منل شوی او د اعتبار وړ اداره ده.
  • مستقبل لېسه د زده کوونکو د اسلامي او اخلاقي تربیې ته پاملرنه او مختلف برنامې په لاس کې لري لکه: سهارنۍ پروګرام، تربیتي درسونه او د جماعت لمونځ
  • نظم او ډیسیپلین او سالم چاپیریال برابرول د مستقبل لېسې په اولویاتو کې دي
  • ځانګړی تعمیر، د انجونو او هلکانو زده کوونکو لپاره
  • په مختلفو وختونو کې د قرآنکریم او عربي ژبې شایقینو ته د مدرسې جوړول
  • د ساینسي او ټولنیزو علومو لابراتوار، ایل سي دي، او ډیجیټل موادو لرل.
  • مجهز کمپیوټر لیب له ایل سي دي، پراجکټور او انټرنېټ سره.
  • د مطالعې دود د ودې لپاره د زده کوونکو مجهزه مطالعوي کتابتون.
  • د افغانستان د نصاب پرته د آکسفورډ او اسلامي مضمونونو د نصاب تطبیق د عربي او انګلیسي ژبې په شمول
  • د انګلیسي، عربي، کمپیوټر، ساینسي علوم او د اسلامي علومو د کورسونو لرل.
  • د زده کوونکو د علمي او معلوماتي کچې د ودې لپاره، د سیالیو، ورکشاپونو، دوديزو او تربیتي برنامو په لاره اچول
  • د زده کوونکو منظمه ارزونه او د ارزونې د راپور لېږد والدینو ته؛ د څلورنیم میاشتنۍ او کلنۍ آزموینې په سربېره
  • د پرمختللي ډیټابیس په لرلو چې اداري، مالي او تدریسي پرې تنظیمیږي.

د والدینو مجلسونه او تلیفوني اړیکې د لا  ښه تعلیم او تربیې او منظم اړیکو لپاره

شريک يې کړئ: